امنیت

په فارياب کې د څښاک د اوبو د ويشلو د شبکې پرانستل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښارکې د څښاک د روغتيايي اوبو د ويشلو د يوې شبکې په پرانستلو سره څه ناڅه ٣٥٠٠ کورنيو د څښاک د روغتيايي اوبو څخه ګټه واخسته.
دغه شبکه د ميمنې ښارته څېرمه په دمقول کلي کې جوړه شوې ده چې د دغه کلي اوسيدونکي زيات کلونه د څښاک د روغتيايي اوبو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخامخ و.
د فارياب ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس محمد عالم مرأت د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دمقول د کلي د اوبو شبکه څه د پاسه ٢١ زره متره اوږدوالي لري او د ١٨٠ ليترو اوبو په ظرفيت د اوبو دوه زيرمې او ١٥٠نلونه لري چې کاريې د يو کال په بهيرکې بشپړ شوى دى .
مرأت زياته کړه: د دغې پروژې لګښت ٤٥٣ زره ډالره دى چې د ناروې د شاهي هيواد له خوا ورکړ شوى دى او د (ډاکار) موسسې له خوا تطبيقې شوې دي.
خبرځاى زياته کړه: د دغې شبکې لپاره د ١٨٠ مترو په ژورتيا يوه ژوره څاه کيندل شوې ده چې د کلي د پراختيا په صورت کې د زياتو اړتياوو د لرې کولو ظرفيت لري.
د دمقول د کلي اوسيدونکي د افغانستان دولت له دغه اقدام او د ناروې د شاهي هيواد د مرستې له امله خوښي څرګندوي او هيله کوي چې د ښوونځيو، سړکونو او د کلينيکونو د جوړولو په ګډون د دوى نورو ستونزو ته هم پاملرنه وشي.
د يادونې وړ ده چې د دمقول کلي د ميمنې ښارته څېرمه موقعيت لري او اوسيدونکو يې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه دلته استوګنه غوره کړې ده او له سيمه ييزې ادارې څخه غوښتنه کوي چې دغه ساحه هم د يوې جلا ناحيې په توګه د ښار ماسټر پلان په نخچه کې شامله کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته