ټولنه

په فارياب کې د يوه ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه

کابل باختر دلړم لومړۍ
د فارياب ولايت د ميمنې ښار د چغاتک کلي د نجونو د منځني ښوونځي نوې ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
د فارياب د والي وياند احمدجاويد بيدار باختر آژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د پنځه زره مربع متره ځمکې په ساحه کې د ناروې د شاهي هېواد په مرسته  د يوسلو اتو شپيتو زرو امريکايي ډالرو په ارزښت په يوه پوړکې په پاخه او اساسي ډول  په څوارلسو مياشتو کې جوړه شوې ده .
  خبرځاى زياته کړه: دغه ودانۍ شپږ درسي او دوه اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري چې ځمکه يې د سيمې د اوسيدونکو له خوا د فارياب ولايت  د پوهنې رياست په واک کې ورکړ شوې ده .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته