امنیت

په فارياب کې د وسله والو طالبانو د ډلې د يو قوماندان په ګــــډون د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل  باختر د تلي  دمياشتې  ١٧ :

د وسله والــــو طالبانو  د ډلې  د يوه سيمه  ييز قوماندان په  ګډون  شپږ تنه وسله وال  طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره د نښتې په بهېر کې ووژل شول .

دغه  جګړه تيره  شپه  په پښتون کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوه .

دغه جګړه  په ښکاره  له  هغه   وروسته ونښته  چې په لسګونو تنو تروريستانو په څو امنيتي پوستو بريدونه  وکړل.

په  فارياب ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ لوا  وياند جګړن  ر ضا  رضايي  باختر آژانس ته وويل :   چې په   دې نښته کې شپږ تنه  تروريستان  ووژل شول.

ده  وويل چې  په دې پيښه کې پوځيانو  او ملکي وګړو ته  زيان نه  دى اوښتى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته