امنیت

په فارياب کې د طالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ووژل شو

کابل باخترد کب اتمه :
د وسله والوطالبانو يوسيمه ئيز قوماندان په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
ملا حضرت د تيرې شپې په اتو بجو او ديرشو دقيقو هغه وخت ووژل شو چې د اردو پوځيانو د ميمنې _ غورماچ په لاره کې د ده او د ده د افرادو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
په فارياب ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو ويندوى جګړن محمد رضا رضايي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې د وسله والوطالبانو سيمه ئيز قوماندان ملا حضرت ووژل شو او دوه تنه افراد يې ټپيان شول.
جګړن رضايي وايي چې په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
ملاحضرت د فارياب ولايت په يوشمېرسيموکې د ځينو تروريستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود.
په فارياب ولايت کې دملي اردودځواکونوويندوى وايي چې دطالبانودغه قوماندان ماهر بم جوړونکى او ماين جوړونکى هم و او جګړه مارانو ته يې د ماينونو، بمونو او د ځانمرګو واسکټونو د جوړولوپه برخه کې لوست روکاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته