په فارياب کې د رايي ورکولو ديوه مرکز په وړاندې دځانمرګي بريد مخه ونيول شوه.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
په فارياب ولايت کې د رايي ورکولو ديوه مرکز په وړاندې دځانمرګي بريد مخه ونيول شوه.
دفارياب ولايت امنيتي مامورين وايي چې يو ځانمرګي يرغلګريې د ځانمرګي بريد له ترسره کولو مخکې دشيرين تګاب په ولسوالۍ کې نيولى دى .
دغه يرغلګر ټيک هغه وخت دپوليسو له خوا وپيژندل شو.
او ونيول شو چې غوښتل يې د رايي ورکولو يوه مرکز ته ننوځي.
دفارياب ولايت يوه امنيتي مسول دباختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې ددغه ځانمرګي يرغلګر نيول کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې امنيتي مامورين دځانګړو تدبيرونو په نيولو سره په دې بريالي شوي دي چې په فارياب کې دانتخاباتو امنيت په ښه توګه تامين کړي .
ده وويل چې تراوسه پورې په فارياب کې هيڅ راز پيښه نه ده رامنځته شوې دا په داسې حال کې ده چې په لسګونه زره تنه د ميمنې په ښار او دفارياب ولايت د اړوندو ولسواليو د رايو ورکولو صندوقونو ته تللې دي او يا هم ديون په لاره کې دي .