امنیت

په فارياب کې د١٥ طالبانو وژل کېدل

کابل/باختر/ دچنګاښ ٥مه
پنځلس وسله وال طالبان په تېرو٢٤ ساعتوکې د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې ووژل شول.
د فارياب پوليسو قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کومانډو او ملي اردو ځواکونو د دغه ولایت بلچراغ ولسوالۍ پرون بېرته ونیوله.
تراوسه پورې په بلال مشهور مولوي عبدالله او د بلچراغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي قوماندان په موی دارمشهورملامحمد او د طالبانو د مشر ملاحميدالله په ګډون ١٥وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۰ ټپيان او ۱۰ نور يې نيول شوي دي.
د يو بل خبرله مخې: د دغې ولسوالۍ د نشتر کلي په حمام چمشه کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو په ځاې کې د پوځيانو په هوايي ګوزارونوکې چې هلته د طالبانو ټپيان هم وو؛ په ظالم کش مشهور ملاحفيظ الله له ١٩ ملګرو سره يې ووژل شو او ٢٠نوريې ټپيان شول.
هوايي عمليات چې د دښمن پر وسايطو ترسره شول؛ د دښمن نقليه وسايط، تجهيزات او مهمات له منځه يوړل شول او يوه اندازه يې د پوليسو لاسته ورغلل.
ويل کيږي په عملياتو کې دپوليسو دوه سرتيري شهيدان او دوه نورټپيان شول .
پاىذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته