امنیت

په فارياب کې د١٣تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باخترد لړم دمياشتې١نيټه : 
د وسله والو طالبانو د پنځوس کسيزه ډله د يوه سرګروپ په ګډون ١٣ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب ولايت کې ووژل شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش د باختر آژانس خبريال ته وويل:  دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د فارياب ولايت د شرين تګاب ولسوالۍ بازار ته څېرمه په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې امنيتي اودفاعي او کوماندويي ځواکونوله سخت مقاومت سره مخامخ شول او د هغوى مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
په وژل شويوکسانوکې په جندالله مشهور قاري ذبيح د وسله والو طالبانو د پنځوس کسيزې ډلې سرګروپ هم شامل دى .
يورش زياته کړه: په دې پيښه کې ١٩ تنه وسله وال طالبان ټپيان شول او پاتي نوريې په سيمه کې خواره واره شول .
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند وويل: په دې پيښه کې دوه تنه افغان سرتيري شهيدان او يو تن بل يې ټپې شوى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته