په فارياب کې ديوې ښوونځي ودانۍ جوړېږي .
کابل باختر د غبرګولي پنځلسمه : دولسي تړون دملي پروګرام له خوا په فارياب ولايت کې دڅه دپاسه پنځه مليونو افغانيو په لګښت ديوه ښوونځي ودانۍ جوړېږي . دکليو دبيا رغاونې اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتوادارې باختراژانس ته وويل ددغه ښوونځي دودانۍ دجوړولو کار دفارياب ولايت په مربوطاتو کې دولسي تړون دملي پروګرام له بودجې څخه دپنځه مليونو څلور سوه زره افغانيو په لګښت تطبيقېږي . ددغې ښوونځي ودانۍ ددوه زره متره مربع ځمکې په مساحت کې جوړېږي چې پکې اته درسي او اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي . ددغه ښوونځي دودانۍ دجوړولو دکار په بشپړيدو سره څه ناڅه څلور سوه زده کوونکو ته دښه زده کړې زمينه به برابرې شي . ختم_ عطاالله _ اکرم