امنیت

په فارياب کې دوګړنيو پاڅونوالو له خوادڅوارلسو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل.

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون څوارلس تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې ددغې ډلې پرخلاف دوګړنيو پاڅونوالو په بريد کې ووژل شول.
دغه بريد پرون ناوخته دفارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍکې تر سره شو.
په فارياب کې د وګړنيو پاڅونوالويوه يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دوى په دې بريالي شوي دي چې د څوارلسو تنو وسله والو طالبانو په وژلو سره د ګرزيوان ولسوالۍ ځينې سيمې ددغې ډلې له شتون څخه پاکې کړي.
دغه قوماندان وايي چې په دې نښته کې وګړنيو پاڅونوالو ته زيان نه دى اوښتى .
دفارياب په لسګونو تنه اوسيدونکي د امنيتي ځواکونو تر څنګ  له تروريستي ډلو سره په جګړه کې ونډه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته