امنیت

په فارياب کې دوه ستراتيژيکي سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١١مه
د فارياب د ميمنې ښـار دوه ستراتيژيکي سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې   او د دولت لاسته ورغلې.
د فارياب پوليسو وياند باختر آژانس ته وويل چې د ميمنې ښار ته څېرمه د کټه قلعه او هزارقلعه ستراتيژيکي سيمې چې له څه مودې را په دې خوا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وې؛ پرون په عملياتو کې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
خبرځاى زياته کړه: په عملياتوکې يوشمېر طالبان وژل شوي او نور يې له سيمې څخه تښتيدلي دي او د هغوى څو جنګي وسايل هم د پوليسو لاسته ورغلل.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته