په فارياب کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٢٩ :
په فارياب ولايت کې په يوې وسله واله نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل  شول اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه نښته تېره شپه دفارياب ولايت د پشتون کوټ ولسوالۍ په ناموساى کلى کې رامنځته شوه.
د پشتون کوټ ولسوال عبدالقدير قادري باخترآژانس ته وويل: دغې نښتې څه ناڅه يو ساعت دوام درلود چې له امله يې دکمال الدين په نامه د سيمه ييزو پوليسو يو تن قوماندان هم ټپي شو.
د پشتون کوټ د ولسوال دڅرګندونوله مخې: د وژل شويو طالبانو مړي دجگړې په ډګرکې پاتې دي او دجګړه مارو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتوکې دشاملوځواکونولاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته