په فارياب کې دهوايي بريد له امله دشپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل
-کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول . په دغو طالبانو نن له غرمې مخکې دفارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې بريد وشو . دفارياب ولايت يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول سرچينې وويل: دغه طالبان کله يې چې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد لپاره تيارۍ نيوه دالمار ولسوالۍ په بازار کې پرې بريد وشو . ويل کېږي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . ختم- ف _ اکرم