په فارياب کې دنږدې پنځوسو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله .
کابل باختر د زمري اته ويشتمه :
اووه ويشت تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره په نويو جګړو کې ووژل شول اوشل تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړې تيره شپه دفارياب ولايت دقيصار او المار دولسواليو په ځينوسيموکې دپوځيانو دعملياتوپه بهير کې ونښتې .
په فارياب ولايت کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
پاکستاني اتباع هم په دې جګړه کې دتروريستي ډلو په وژل شويو کسانو او ټپيانوکې شامل دي .
ده وويل چې پوځيانو دالمار او قيصار په ولسواليو کې په لسګونو کلي دتروريستي ډلو له شتون څخه پاک کړي دي .
داردو دغه قوماندان وايي دالمار او قيصار په ولسواليو کې ځينې ساحې لاتراوسه پورې پاتې دي چې تروريستي ډلې پکې شته .
په همدې حال کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم چې په فارياب کې دتروريزم پرخلاف دجګړې رهبري په غاړه لري دالمار اوقيصار دولسواليو دزياترو ساحو له پاکولو وروسته پوځيانو ته امر وګړ چې خپله جدي پاملرنه دفارياب ولايت بلې ناارامې ولسوالۍ غورماچ ته واړوي .