کابل باختر د ثور اتلسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې دنښتې په بهير کې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته دقيصار ولسوالۍ دچارشنبې تيپې او بمګري په سيموکې هغه وخت رامنځته شوه چې داردوملي ځواکونو په يوې ډلې وسله والو طالبانو بريد وکړ .
په فارياب کې داردو دځواکونو ويندوي جګړن محمد رضا رضايي باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
ده په دې نښته کې داردو ددوو سرتيرو ټپي کيدل هم تاييد کړ او ويې ويل چې پوځيان په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو دڅو جنګي وسايلو په ترلاسه کولو هم بريالي شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل