-کابل باختر د وږي دوه ويشتمه :
په وګړنيو پاڅونونو څلور تنه اړوند وسله وال کسان په فارياب ولايت کې دطالبانو په بريد کې ووژل شول .
په دې بريد کې طالبانو ته هم دسر زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په بلچراغ ولسوالۍ کې دوګړنيو پاڅونونو په يوه قوماندان بريد وکړ .
په فارياب ولايت کې دپوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دوګړنيو پاڅونونو دغه قوماندان ته زيان نه دى اوښتى خو دده څلور تنه ساتوونکي وژل شوي او زوى يې هم ټپى شوى دى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه يرغلګر په فارياب کې دپوځيانو په ډزو کې وژل شوي دي .
دغو طالبانو غوښتل چې دنيکمرغه لوى اختر په لومړى ورځ په ملکي وګړو بريدونه وکړي چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
0 1 دقیقه لوستل