په فارياب کې ددوو تنو ازبکستاني تروريستانو وژل کيدل .
کابل باختر دوږي لومړي :
دفارياب ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ددوو تنو ازبکستاني اتباعو په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو عملياتو کې ١١ تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول .
د٢٠٩ شاهين قول اردو درستيز وال غلام حيدر حيدر دباختراژانس خبريال ته وويل چې دولتي ځواکونو دغه عمليات دقيصار ولسوالۍ دچارشنبې دسيمې دپاکولو لپاره پيل کړې دي .
دفارياب ولايت امنيه قوماندان سبحان قل ابراهيمي وايي چې دغورماچ او قيصاردولسواليو ترمنځ لاره کې په ښه توګه دامنيت دتامينولو لپاره دملي پوليسو او دملي اردو دځواکونو څونوې پوستې جوړيږي .
دقيصار ولسوالۍ دچارشنبې تيپې سيمه دعمومي لارې په تګلوري کې پرته ده او طالبان تل دغه سيمه دترافيکو پرمخ تړله .