په فارياب کې دبى ام – ١٢ د دريو توغنديو په کشفولو سره دترورسي پيښو مخه ونيول شوه.

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٢
په فارياب ولايت کې د چاودنو مخه ونيول شوه دملي امنيت دلوي رياست مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خبر پاڼې په ليږلو سره ليکلي دي دار اچوونکو او دافغانستان دسولې او ثبات دښمنانو يوځل بيا غوښتل له دريو بى ام ١٢- توغنديو څخه په استفادې سره چې دماين په ډول دساعت په سيستم عيار او دفارياب ولايت دميمنې په ښار کې دجمهوري رياست ديو نوماند انتخاباتي مرکز ته څيرمه دچاودنې په مقصد دانتخاباتو د بهير دګډوډولو او په خاورو اوونيو کې زموږ دبى ګناه خلکو دلټ پټ کولو او لړلو په مقصد ځاى پرځاى شوي و دملي امنيت موظفينو له خوا کشف او شنډ کړى شول.
دغه توغندي په داسې حال کشفيږي چې دفارياب ولايت په وروستيو ورځو کې دترورستي پيښو ډګردى چې مسوليت يې طالبانو په غاړه اخستى دى .