کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٥ :
په فارياب ولايت کې ١٨ تنه وسله وال طالبان تېره شپه د امنيتي ځواکونو دمقاومت له امله ووژل شول.
دغه مقاومت د ٢٠٩ شاهين قول اردو د پلې لوا دلومړۍ کنډک دمنسوبينو له خوا دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتوکې وشو چې له امله يې ٢٠ تنه نور طالبان ټپيان شول.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول محمدرضا رضايي باختر آژانس ته خبرورکړ: په دې مقاومت کې دوسله والو طالبانو د ډلې د دريو تنو سرګروپانو ملامحى الدين، ملاعثمان او رحمت الله په ګډون ١٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ