ميمنه باختردتلې دمياشتې ١ :
څلور تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کي په يوه نښته کې ووژل شول او دري تنه نوريې ټپيان شول.
دغه نښته تيره ورځ ناوخته دميمنې ښار ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د افغان سرتيرو په ګزمې بريد وکړ .
دميمنې ښار دپوليسو يو مسوول باخترآژانس ته وويل : په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
ددغه امنيتي مسوول دڅرګندونوله مخې : په دي پيښه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي چې افغان ځواکونو د دغې جګړې په پاى کې دوسله والو طالبانو دوه موټرسايکلونه او څو جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ