امنیت

په فارياب ولايت کې د ماين د چاودنې له امله شل تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د فارياب ولايت د پښتون کوټ په ولسوالۍ کې د ماين د چادنې له امله شل تنه ټپيان شول.
د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوال عبدالقدير قادري دباختر آژانس ته وويل : دغه چاودنه د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ د تمنته بازارکې وشوه چې له امله يې شل تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
خو يوبل امنيتي مسوول وايي چې په دغې پيښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او څه ناڅه ديرش تنه نور ټپيان شوي دي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: چاودنه هغه وخت وشوه چې په لسګونو تنه ملکي وګړي چې دغه بازارته د اشياوو د پيرودلو لپاره بازار ته راغلي وو.
د پيښې ټپيان د سرتيرو له خوا روغتون ته ليږدول شوي دي او د روغتيايي مسوولينو د څرګندونو له مخې د شپږوتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
په افغانستان کې طالبان زياتر ماينونه په ګن ميشتو لاروکې ښخوي چې د دغو اقداماتو له امله زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته