دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له خوا په فارياب ولايت کې دوه ويشت ټولګټې پرو ژي ګټې اخيستنې ته وسپارل شوي.
دکليودبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکورياست مسوول
محمد داوود نعيمي باختراژانس ته وويل په دغو پروژو کې دکليوالي پرمختيايي شوراګانو دوه ودانۍ ، دوه ديرش نيمه ژوري څاه ګاني ،يوولس پلګوټي ،د ٤٩٧٨ متر وپه اوږدوالي داوبورسولو شبکه داوولسو کيلومترو په اوږدوالي کليوالي سړک ، داوبو بريښنا دوه کوچنۍ بندونه ، شپږډيزلې ژرندي ، دوه سوه اووه متره استنادي ديوال اويو ترناب شامل دي چې دخلکو په سلو کې دلسو په ونډي سره د٢٦٨٢٧٠٧٣ افغانيو په لګښت دملي پيوستون دپروګرام له لاري جوړي شوي دي او د ٢٧٤١ کورنيو ستونزې يي لري کړي دي .
ديوبل خبرله مخې دفارياب ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوادميمني ښار دناحيو په ١١٦٦ مستحقو کورنيو دوه سوه نهه څلويشت ټنه غنم وويشل شول ..
دفارياب ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا درييس محمدعالم مراد دڅرگندونوله مخې دنړۍ دخوړو دپروګرام له خوا دموظف کميسيون په پريکړي وروسته هري کورنۍ ته يوسلو پنځوس کيلو ګرامه غنم تثبيت شوي دي چې دکميسيون دغړو او دنړۍ دخوړو دسازمان داستازي په شتون په مستحقو کسانو وويشول شول.