په فارياب اوسرپل کې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول
کابل باختردلړم دمياشتې ٧ :
دفارياب اوسرپل په ولايتونو کې تيره شپه دنښتوله امله پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول.
جګړه هغه وخت ونښته چې يوشمير يرغلګرو دپوځيانو په کاروان بريدوکړ.
لومړۍ جګړه په ميمنه کې هغه وخت ونښته چې يوشمير طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ اوله امله يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دويمه جګړه نن سهار دسرپل ولايت دسانچارک ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو دپوځيانو دګزمې په کاروان ډزې وکړې.
په سرپل کې دملي اردو دځواکونو يو وياند وايي چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
درارسيدلو خبرونوله مخې : ددغو نښتوپه پاى کې پوځيانو دوسله والو طالبانو په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي.