په غور کې یوه میرمن او یو سړی وژل شوي دي

 کابل / د کب ۲۱ مه / باختر

د غور د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په تېورې ولسوالۍ کې یوه میرمن او یو سړی د نامشروع اړیکو په تور وژل شوي دي.

د غور امنیتي مسوولینو هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه میرمن او سړی د میرمنې د کورنۍ غړي د نامشروع اړیکو په تور وژلي دي.

په خبره یې قاتل نیول شوی او څېړنې ترې پیل شوې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته