خبرونهټولنه

په غور کې څه دپاسه ۴۰۰ متر ساتنیز دېوال جوړ شو

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
په غور کې د څه دپاسه ۴۰۰ مترو په اږدوالي ساتنیز دېوال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه دېوال د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ پورې اړوند درزي خرسنګ کلي کې د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د ساحوي پروګرامونو له لارې د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د دغه دېوال په جوړېدو سره د استوګنې سلګونو کورونه، سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه د سېلاو له خطر څخه خوندي شول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته