په غور کې په کروناویروس داخته کسانو شمېر ډېر شوى دی
کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
په غور کې په وروستۍ يوه مياشت کې د کروناویروس ۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د غور د عامې روغتيا رييس جمعه ګل يعقوبي باختر آژانس ته وويل چې په وروستۍ يوه مياشت کې دغور په کووېډ- ١٩ روغتون کې د کروناویروس ۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې دوه تنه یې تر بېړنۍ څارنې لاندې دي او نوریې قرنطين شوي دي.
ختم-صنم- اکرم