په غور کې يوه دوه سوه کسيزه قطعه جوړه شوه .

کابلباختر ثوردرويشتمه
دسيمه ييزو پوليسو يوه دوه سوه کسيزه قطعه په غور ولايت کې جوړه شوې ده .
دغور ولايت امنيه قوماندان داودشاه دلاور باختراژانس ته وويل: دسيمه ييزو پوليسو دغه قطعه دغور ولايت دپسابند او دولينې په ولسواليو کې ځاى پرځاى شوي دي .
خبرځاى زياته کړه : په غور ولايت کې دپوليسو دتشکيلا تو کموالي لويه ستو نزه ده. ددغې قطعې د جوړولو له ا مله دغه کموالي به تر يوې اندا زې پوره شي.
خبرځاى زياته کړه چې په غور کې دسيمه ييزو پوليسو دغه دوه سوه کسيزه قطعه په ټولو امکاناتو سمباله ده او مسلکي زده کړې يې کړي دى.
په همدې حال کې د غور ولايت يوشمير او سيدونکو په دغه ولايت کې سيمه ييزو پوليسو له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او وي ويل چې حکومت بايد  ډير ژر دغيرو مسوولو او غيردولتي کسانو څخه وسلې راټولې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته