کابل باختر دوږي ديارلسمه :
دغور ولايت دمهاجرينو او راستنولو د چارو رياست نن له اويابې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه .
باختراژانس دمهاجرينو او راستنولو دچارو وزارت دمطبوعاتي څانګې سلاکار حفيظ احمد مياخيل له خولې خبر راکړ دغه مرستې د C-H-A موسسې په همکارۍ له هغو مهاجرينو سره چې دشهرک ، چار صدې او دولينې له ناامنو ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکز کې ځاى پرځاى شوي دي ويشل شوې دي .
دده دڅرګندونوله مخې< هرې کورنۍ ته دوه زره افغانۍ مرسته وشوه .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ