په غور کې د ۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونو د بیا رغولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د غور ځايي مسوولین د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې د ۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونو د بیارغولو د چارو د پیل خبر ورکوي.

د یاد ولایت د والي ویاند شیخ مولوي عبدالواحد حماس د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونو په تولک، تیورې او دولینې ولسوالیو کې بیا رغول کېږي.

حماس زیاته کړه، چې د یادو سړکونو مالي لګښت د خوړو نړیوال سازمان له لوري ورکول کېږي چې پر مټ به یې څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې په یاد ولایت کې له دې نه مخکې هم دې ته د ورته پروژو له لارې د سیمې خلکو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکړل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته