خبرونهاقتصادټولنه

په غور کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر

د غور ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ چکډېمونو پروژو عملي چارې پیل شوې.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د غور سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا رحمت الله اماني، د قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل، چې نوموړې پروژې دې د قرارداد پر بنسټ په غوره کیفیت او ټاکلي وخت کې پلې کړي او د پروژو له ګټو اخیستونکو څخه یې هم وغوښتل، چې د پروژو د غوره پلي کولو په موخه دې د قراردادي شرکتونو سره همکاري وکړي.

د غور ولایت سیمه ییزو مسوولینو او د پروژو ګته اخیستونکو هم د یادو پروژو بنسټیز ارزښت ته په اشارې سره د هغوی له پلې کېدو څخه خوښې څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت، د باران او واورې اوبو د راټولولو، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د سېلابونو ویجاړیو د مخنیوي په موخه د غور ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې پلي کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته