کابل، د زمري ٢٩ مه، باختر
د غور امنیتي مسوولینو د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري باختر اژانس ته ویلي چې نن د دغه ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په چشمه سفید سیمه کې د یوه پلنکوچ ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ تنه مړه او ١٤ نور ټپیان شوي دي.
د پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه ښودل شوې ده.
ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
5 د یوې دقیقې څخه لږ