په غور کې د پولیسو روغتیايي مرکز د رغولو چارې بشپړې شوې
د غور سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د پولیسو روغتیايي مرکز د رغولو چارې بشپړې شوې دي. د غور د پولیسو ویاند مولوي عبدالرحمن بدري د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه کلینیک د کورنیو چارو وزارت له بودجې څخه د ۱۶ میلیونه ۶۳۳ زره افغانیو په لګښت جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
له بلې خوا په غور کې پولیسو ویلي چې د یاد کلینیک په جوړېدو سره به د دوی روغتیايي ستونزې لرې او نور اړ نه دي چې د درملنې لپاره له ولایت څخه بهر لاړ شي.
کابل، د سلواغې ۲۴ مه، باختر