ټولنه

په غور کې د نهه کیلومتره سړک د پخولو کار پیل شو

کابل / د زمري ٥مه / باختر
د غور په د لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د نهه کیلومتره سړک د جوړولو کار نن پیل شو.
د غور د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا ریاست ویاند ذکریا سیرت د باختر آژانس سیمه ییزخبریال خیرالدین پارسي ته وویل چې دغه سړک د خلکو په ١٠ سلنې ونډې سره د څه دپاسه ٢٠ میلیونو افغانیو په لګښت د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د ساحوي انسجام ملي پروګرام له لارې د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ جوړېږي.
هغه زیاته کړه چې د دغه سړک د کار په بشپړېدو سره څه دپاسه ١٣ کلي د لعل او سرجنګل ولسوالۍ له مرکز سره نښلول کېږي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته