په غور کې د لسو تنو طالبانو وژل کيدل
فيروزکوه / باختر/دغبرګولي دمياشتې ١٦نيټه :
لس تنه وسله وال طالبان دغورولايت په پشت رود ولسوالۍ کې له کوماندو ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول. دغورد ولايتي شورا يوه غړي عبدالحميد ناطقي باخترآژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې دغور ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې يې دامنيتي ځواکونوپه پوستو بريدونه وکړل او يوشميرنوريې ټپيان شول چې دقيق شميريې معلوم نه دغورد والي وياندعبدالحى خطيبې په دې جګړه کې ديو زيات شمير وسله والوطالبانو وژل کيدل يې تاييد کړل خو ددقيق شمير په باب يې جزئيات وړاندې نه کړل . پاى ذکرالله