ورزش

په غور کې د شطرنج سيالۍ پيل شوې

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر
په غور کې د "سولې او دوستۍ" ترنامه لاندې د شطرنج سيالۍ پرون د ځوانانو ترمنځ پيل شوې.
د غور د بدني روزنې او ورزش د آمريت يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دغو سياليو کې د غور له بېلابېلو سيمو څخه ٤٥ ځوانان ګډون لري او د يوې اوونۍ لپاره دوام کوي.
هغه وويل چې دا په روان کال کې په غور کې د شطرنج لومړنۍ سيالي ده.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته