کابل باختردوري دمياشتې ٢٧نيټه :
په غورولايت کې پرون د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير پيل شو.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دغور والي غلام ناصر خاضع د دغه پروګرام هرکلى وکړ او له خلکو څخه يې وغوښتل چې په دغه ملي بهيرکې ونډه واخلي.
ده وويل ؛ د رايې ورکول د خلکو حق دى او رايه يو امانت دى چې بايد له هغې څخه دخلکو د ژوندانه په ښه والي کې استفاده وشي.
د ده دڅرګندونوله مخې ؛ د هېواد د جمهور رئيس د لارښوونې له مخې هيڅوک په دغه ملي بهيرکې دلاسوهنې حق نلري او اړوندې ادارې مکلفې دي چې دشفافو انتخاباتو دترسره کولو په خاطر همکاري وکړي څو دغه انتخابات په آزاد ، شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.
د غور والي ډاډ ورکړ چې، دشفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو او د هغه د امنيت په تامينولو ژمن دى او د انتحاباتو او درايې ورکوونکو دنوم ليکنې دبهير په باب يې خلکو ته د زيات پوهاوي د ورکولو غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې دغور د ولايتي شورا رئيس ، دحج او اوقافو رئيس او دمدني
ټولنې رئيس داسلام دمبين دين له نظره درايې ورکولو په باب خبرې وکړې.
پاى ج ذ