کابل, د زمري ۳۰ مه, باختر
د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو یو کوچنی بند د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنی ته وسپارل شو.
د غور د سیندیزې حوزې رییس ملا رحمت الله اماني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت د مرغاب ولسوالۍ په اهلیته کلي کې د اوبو یو کوچنی بند د ۲ میلیونه ۹۶۴ زره ۶۹۰ افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
هغه زیاته کړې چې یاد بند به د اوبو په مدیریت او د کرنیزو ځمکو لپاره ګټور تمام شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد بند په جوړېدو خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.
10 1 دقیقه لوستل