په غور کې دپروژو په بشپړيدوسره ٥٠٠٠ کورنيو ته آسانتياوى برابرې شوې
کابل باختر دتلې ٢
دغور ولايت دکليو دبيا جوړولو او پرختيا رياست دملي پيوستون دپروګرام له لارې ٣٦ ټولګټې پروژې بشپړې اونن ګټې اخستنې ته وسپالې شوې .
په دغو پروژو څه دپاڅه يو ميلون امريکايي ډالر لګيدلي دى.
دغور ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجينر تاج محمد ذلال باختر آژانس ته وويل په دغو پروژو کې د٦ کيلو مترو په اوږ دوالې په سړک کريړ اچول ،دکرنې لپاره د اوبو دبندونو ،پلونو او پلګټو ،استنادي ديوالونو ،ښوونځيو او د اوبو دزيرمو جوړول شامل دى چې له ښګڼو څخه يې په مستقيم ډول ٥ زره کورنۍ ګټه اخلي دذلال دڅرګندونو له مخې ددغو پروژو کار په ١٣٩٠ کال کې پيل شوى و اوپه دې وروستيو وختو کې بشپړې او ګټې احستنې ته وسپارلې شوې .
خبرځاى زياته کړه دغه پروژې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دسيمه ييزي پراختيا دودى د پروګرام له لارې او دسيمه ييزو شوراګانو دغړو له خوا بشپړې شوي دي.
انجينر ذلال زيات کړه دغه پروژې دغور ولايت په مرکز او دولت يار ،لعل اوسر جنګل ،دوه لينه او تولک دولسواليو په مربوطاتو کر بشپړې اوګټې اخستنې ته سپارلي شوي دي