کابل باختر د وري ديرشمه
اته تنه ډار اچوونکي په غور ولايت کې دافغان پوځيانو ديولړ هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار د فيروز کوه ښار په مربوطاتو کې بريدونه وشول.
دهېواد په لويديځ کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي
ده وويل چې دغه بيريدونه دهېواد دهوايي پوځ له خواشوي دي او له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې څو سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
ويل کيږي په دغو بريدونوکې کليوالي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دغور ولايت امنيتي مامورينو ددغه ولايت مرکز فيروز کوه ښار په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغور پوليس وايي چې په دې ډيپو کې دماينونو او بمونو په ګډون يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ددغې ډيپو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل