په غور کې دماين دچاودنې له امله د دوو تنو ملکي وګړو وژل کېدل

کابل – باختر دلړم نهمه:
په غور ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دغه چاودنه پرون دپسابندولسوالۍ په ((اونګ))سيمه کې هغه وخت وشوه چې دوه تنه ملکي وګړي له ساحې څخه دتېريدو په حال کې وو.
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باختر آژانس ته وويل چې قربانيان دسيمې اوسيدونکي دي .
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او وې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دموندلو لپاره څيړنې پيل شوې دي .
وسله وال طالبان په افغا نستان کې زياتره په ګن ميشتو لاروکې په ماين ښخولو لاس پورې کوي، هغه ماينونه چې زياتره ملکي وګړي قرباني کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته