په غور کې درې ښځې او درې ماشومان ټپيان شول
کابل/د غبرګولې ١٥مه /باختر
درې ښځې او درې ماشومان په غور کې تېره شپه د طالبآنوپه بريد کې ټپيان شول.
د غور د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر نيک محمد نيکزاد باختراژانس ته وويل: د غور د چارسدې ولسوالۍ پرمرکز د وسله والوطالبانو له خوا د هاوان د څو ماينونو د لګېدو له امله درې ښځې اودرې ماشومان ټپيان شول.
نيکزاد وويل، په دې بريد کې د سيمې اوسيدونکوته مالي زيانونه هم اوښتي دي.
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا