په غور کې ددوو تنو پخوانيو جهادي قو ماندانانو ترمنځ نښته .

کابلباختردثور٢٥
په غور ولايت کې ددوو تنو پخواني جهادي قوماندانانو ترمنځ جګړه نښتې ده .
دغه جګړه لا تر او سه پورې دوام لري او له ا مله يې څلورتنه وژل شوي دي اودرې تنه  نورټپيان شوي دي .
جګړه نن له غر مې وروسته ديوې بجې په شا و خواکې ددوه لينه ولسوالۍ په سيا چوب سيمه کې له هغه وروسته پيل شوه چې ددوو تنو پخوا ني جهادي قوماندانانو ارباب صمداوارباب عطا محمد افرادو په يو بل ډزې و کړې.
دغور ولايت امنيه قوماندان  جنرال دلاور شاه دلاور باخترا ژانس ته وويل چې تر اوسه  پورې له دواړو لورو څخه څلور تنه وژل شوي دي او درې تنه نورټپيان شوي دي.
دغور ولايت دغه مقام وا يي چې يو پوځى ټولګى د پيښې ځاى ته استول شوى دى چې دغه نښته پاى ته ورسوي .
ويل کيږي چې د دغو دوو تنو قوماندانانو ترمنځ دښمني  له اتلو کلو نو را په ديخوا  دوام لري.
دغور ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې ددغو دښمنيو انګيزه دعامه ځمکې اوجايدادونو په مالکيت ددغو دووتنو قوماندانانو اد عا ده.
ددوه لينه  ولسوالۍ او سيدونکي وايي چې ددغو دوو تنو قوماندا نانو ترمنځ نښته تر او سه پورې د ملکي و ګړو په ګډون دلسګو نوتنو د وژل کيدو سبب شوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته