امنیت

په غور کې دانتخاباتو دتښتول شويو پوځيانو او دکارکوونکو دپيژندنې او ژغورنې لپاره هلې ځلې .

-کابل باختر د وري ديرشمه :
په غور ولايت کې  دانتخاباتو دکميسيون دتښتول شويو کارکوونکو او پوځيانو دپيژندنې او ژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري .
دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو په فيروز کوه  ښار کې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې په يوه مرکز  په بريد سره دوه تنه امنيتي ماموران او دانتخاباتو دکميسيون درې تنه کارکوونکي  له ځان سره بوتلل .
دغور ولايت دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل دوى هلې ځلې کوي چې دغه امنيتي ماموران او دانتخاباتو دکميسيون کارکوونکي وپيژني او وژغوري .
  ده وسله وال طالبان ددغو کسانو دتښتونې مسوول وبلل، طالبانو تراوسه پورې په دې باره کې څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته