په غور کې٨٠٠ کورنۍ د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کوي

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
ټاکل شوې ده د ابو رسولو یوه شبکه په فېروزکوه ښار کې جوړه شي.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د دغې شبکې د جوړولو لپاره ١٢ میليونو ٧٠٠ زره افغانۍ لګوي.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړېدو سره د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې ٨٠٠ کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کوي.
ټاکل شوې ده دغه شبکه تر راتلونکي درېو مياشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته