په غور کي د سولري اوبو رسولو د دریو شبکو د جوړولو کار پیل شو .
کابل باختر د وږي ۱۳
په غور کي نن د سولري اوبو رسولو د دریو شبکو د جوړلوکار پیل شو .
د غور دکلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست سر پرست انجینر عبدالمجید د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه د اوبو رسولو درې شبکې دخلکو په سلو کې د څوارلسو په وندې او د یونسف دفتر او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیو د اوبو رسولو د ملي پروګرام له خوا د اوو ملیونو افغانیو په لګښت دفیروز کوه ښار د پلال او شابیدک په کلیو او د دغه ولایت د دولتیار ولسوالۍ په لکه مزار کي جوړیږي.
ده زیاته کړه چې د اوبو دغه شبکې د نوي متره مکعبو اوبو درې زیرمې لري چې شپږ څلویښتو کورونو ته د څښاک اوبه برابروي او کار به یی په راتلونکو دریو میاشتو کې بشپړ شي. سعیده