امنیت

په غور ولايت کې دپوليسو په پوستو دطالبانو بريدونه ناکام شول .

-کابل باختر د وږي  اتمه :
دغور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې تيره شپه درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
  دغور ولايت امنيه قوماندان غلام مصطفي  محسني دباختراژانس  خبريال ته وويل  :جګړه تيره شپه دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ دپسابند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښته چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ديو اړوندخبرځاى دڅرګندونوله مخې : دغه جګړه له هغه وروسته ونښته چې يوې  ډلې طالبانو دپسابند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .  چې دپوليسو دځواکونوله سخت مقاومت سره مخامخ  شول
خبرځاى زياته کړه چې ددغو جګړو په بهير کې دوه تنه امنيتي ځواکونه هم برسيرن ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته