کابل باختر دلړم ديارلسمه
دڅه دپاسه يوسلو ديرشو مليونو افغانيو په لګښت ملي پيوستون دپروګرام د ٣٠٧ ټولګټو پروژو کار په دې وروستيو وختو کې په غور ولايت کې پيل شوى دى.
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ: ددغو پروژو کار دغور ولايت په مرکز چغچران ښار او ددوولينه ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي دي چې داوبو لګولو دکانالونو ترميمول او پاکول ، دبندونو ، دکرنيزو اوبو دزيرمو ،سړکونو ، پلګوټو ، سطحي معبرونو او د محافطوي ديوالونو جوړول ، داوبو لګولو او داوبو رسولو دشبکو ترميمول او غځول ، دسړکونو ترميمول او کريړ اچول داوبو بريښنا دکوچنيو شبکو ترميمول او د څښاک دروغتيايي اوبو دڅاه ګانو کيندل شامل دي .
ديادونې وړ ده چې ددغو پروژو دکار له پيل کيدو سره جوخت ٤٢٦٣٥ تنو ته دلنډ مهال لپاره دکار زمينه برابره شوې ده .
0 1 دقیقه لوستل