په غور ولايت کې داميد_ ١٢ عمليات د ٤٦ تنو ياغي طالبانو په وژل کيدوسره پاى ته ورسيدل

چغچران باختردتلې دمياشتې ١٧ :
په غور ولايت کې داميد_ ١٢  عمليات د ٤٦ تنو ياغي طالبانو  په وژل کيدوسره پاى ته ورسيدل.
په دغو عملياتو کې د دوه لينه  ، شهرک ، تيوره  اوپسابند ولسواليو ناامنې ساحې  دياغيانو له شتون څخه پاکي شوي .
د٢٠٧ ظفرقول اردو دلومړى لوا قوماندان بريد جنرال زيارت شاه عابد باختراژانس ته وويل دغه عمليات دملي اردو  اوپوليسو دځواکونوله خوا پيل شوي و اوپه هغو کې  ٤٦ تنه ياغي طالبان ووژل شول او يوويشت تنه نوريې ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل ، ددغو عملياتو په بهيرکې دياغيانو  په لسګونو جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي اودملي اردو اووه تنه سرتيري ټپيان شوي دي  اودوه تنه نوريې وژل شوي دي.
خبرځاى زياته کړه هغه ساحې چې پخوا دښمن پکې ځاى پرځاى شوي و اوس پاکي شوي دي  اوامنيتي پوستي  پکې جوړشوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته