امنیت

په غور ولايت کې اووه شپيته پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
په غور ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام اووه  شپيته ټولګټې پروژې  بشپړې او ګتې اخيستنې ته وسپارلې شوې .
دغه پروژې  دڅلور اويا مليونو پنځوسو زرو افغانيو په لګښت بشپړې شوې دي .
دغور ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس  زلال دباختراژانس خبريال ته وويل : پروژې دغور ولايت ددولتيار ، دوه لينه ، ساغر ، تولک ، او دچارسدې  په ولسواليو کې  بشپړې او ګتې اخيستنې ته وسپارلې شوې .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې :په دغو پروژوکې دمحافظوي  ديوالونو داوبو لګولو  دکانالونو، دڅښاک داوبو دزيرمو ، استنادي ديوالونو او دکرنيزو اوبو ، دبندونو  ،  داوبو دبريښنا کوچنيو بندونو ، تشنابونو او  ټولنيزو مرکزونوجوړول دسړکونو جوړول  او کريړ اچول ، دڅښاک داوبو دشبکو غځول  او دروغتيايي اوبو دڅاګانو کيندل شامل دي .
ده زياته کړه چې ددغو پروژو له ښيګڼو څخه څه دپاسه اووه زره کورنى ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته