امنیت

په غورکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان

-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٥مه
د هېوادهوايي ځواکونو په غورکې د وسله والو طالبانونو پر مرکزونو بريدونه وکړل.
په خبرونو کې ويل شوي دي چې په بريدونوکې ٢٣ ډار اچوونکي وژل شوي او لسګونو نور يې ټپيان شوي دي.
د رارسيدلو خبرونو له مخې: په بريدونو کې د وسله والو طالبانو څو سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه وړل شوي دي.
دغه سنګرونه د غور په مرکز فيروزکو ښار ته څېرمه تيورې ولسوالۍ کې وو.
دا په داسې حال کې ده چې په غورکې د ډار اچوونکو په تېره بيا د وسله والو طالبانو شتون او فعاليت زيات شوى، هغه کار چې د غور ښاريان اندېښمن کړي او هره ورځ له هغوى څخه قرباني اخلي.
پاىذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته