په غورکې له سيلاو ځپلو سره تر اوسه مرسته نه ده شوې

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۵مه
په غور ولايت کې له سيلاوځپلو کورنيو سره تراوسه پورې مرسته نه ده شوې.
د غور د ولايتي شورا غړي عبدالبصير قادري باختر آژانس ته وويل چې ددغه ولايت د ساغر، تولک او شهرک د ولسواليو اوسيدونکو ته د سيلاوونو د راوتلو له امله زيات زيانونه اوښتي دي، خو تر اوسه پورې له دوى سره هيڅ راز مرسته نه ده شوې .
ده وويل: د باران د اورښت او د سيلاوونو د راوتلو له امله ۱۰ تنه وژل شوي او په سلګونو  دُکانونه، د استوګنې کورونه او په سلګونو جريبه زراعتي ځمکېويجاړه شوې دي.
له بله پلوه د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي د ولايتي شورا د دغه غړي د څرګندونو په تاييدولو سره وايي چې له مرکز څخه، د سيلاو ځپلو کسانو د سروې په مقصد يو هيئت راغلی دی او د سروې په کار بوخت دی.
ده وويل: په نږدې راتلوونکي کې به له سيلاو ځپلو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته